ورزش

دکرکټ ملي ټيم نيپال ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختردکب دمياشتې ٢٧ :

دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم پرون مازيګر دنيپال دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه.

دافغانستان دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريدهوتک باخترا ژانس ته وويل  دشل اوره  نړيوال جام  ته دلاري موندلو په مقصد دسياليو په دوام پرون مازيګر دهيواد دکرکټ ملي ټيم د ١٢٣  امتيازونو په مقابل کې د يوسلو ا ته پنځوسو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دنيپال دکرکټ ملي ټيم ته ماتي ورکړه.

خبرځاى زياته کړه په دغو سياليو کې چې افغانستان په الف ګروپ کي له پي  ان ، جي ، هالند ، دنمارک ، کانادا ، نيپال ، هانکانګ او برمودا ټيمونوسره سيالۍ کوي  دهيواد دکرکټ ملي ټيم تراوسه پوري وکولاي شول  پي  ان جي  ، دنمارک  اوهالند ته هم ماتې ورکړي او ټاکل شوې ده سبا دهيواد دکرکټ ملي ټيم له کاناداسره  لوبه وکړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته