اقتصاد

دلاجوردو دلارې دپنځه اړخيز ترانزيتي او ترانسپورتي موافقه ليک مسوده په تبليسي ښار کې وڅيړل شوه .

کابل باختر دوږي لومړي :
دلاجوردو  دلارې په دويمه پنځه اړخيزه ترانزيتي او ترانسپورتي  تخنکي غونډه کې ، دلومړي ځل لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت ، ترکمنستان ، اذربايجان جمهوريت ، ګرجستان او دترکيې جمهوريت ترمنځ  دموافقه ليک مسوده پرون وڅيړل شوه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  په دې غونډه کې چې دګرجستان  حکومت په کوربه توب او د افغانستان او ګرجستان په ګډ مشرتوب  ددوه ورځو لپاره  جوړه شوې وه .
ددغو هيوادونو دبهرنيو چارو ، ترانسپورت ، ترانزيت او داوسپنې  دپټليو دوزارتونو داقتصادي ، حقوقي  او دترانسپورتي  چارو جګپوړو مسوولينو ، کارپوهانو او ديپلوماتانو  ګډون کړى و .
دلاجوردو دلارې په ترانسپورتي  نوښت کې اړوندو هيوادونو پخوا دموافقه ليک دمسودې دمتن په باب  چې دافغانستان له لورې ددوى په واک کې  ورکړى شوى و ، خپلې نظريې  وړاندې کړې وې چې په دې غونډه کې ورباندې غور او خبرې وشوې او درايو داکثريت سره دزياترو مواردوپه باب  موافقه وشوه .
دلاجوردو دلارې دپنځه اړخيزې مسودې دمتن په باب  خبرې د ٢٨٠٠ کيلومتر په واټن  له دغه تګلوري څخه داستفادې ديوه حقوقي چوکاټ دجوړولو لپاره لومړني ګامونه دي او دوروستي موافقې او ددغه موافقه ليک دلاسليک کولو لپاره زمينې برابروي .
دخپلواکو بنسټونو دلومړنيو مطالعاتو له مخې دغه تګلوري  چې تاريخچه يې څه دپاسه دوه زره کلونو ته رسيږي دوريښمو دلارې يواصلي تګلورى دى  په هغه وخت کې دلاجوردو په ګډون دافغانستان قيمتي ډبرې دبدخشان له کانونوڅخه دهمدغه تګلوري له لارې اروپا ، بالکان او دمديتراتې دسواحلو هيوادونو ته صادريدې .
  دلاجوردو لاره  دجنوبي اسيا او داروپايي هيوادونوپه ګډون ددغه تګلوري دواړو غاړو هيوادونو ته دمالونو دليږدونې لپاره ډيره لنډه تجارتي  لاره بلل کيږي.
له دغه تګلوري  څخه تجارتي  مالونه دنورو ترانزيتي تګلورو په پرتله  له دريو ورځو څخه تر څلورو  ورځو پورې ژر ليږدول کيږي او په هره لارۍ کې له زرو څخه تر دوه زره  ډالرو پورې تخفيف رامنځته کيږي .
دلاجوردو دلارې طرحه دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي  چارو دکارپوهانو له  نوښتونو څخه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته