امنیت

دکورنيو چارو وزارت : اوولس تنه وسله وال ياغيان دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتي  ١٨ :

دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې اوولس تنه ياغي طالبان ووژل شول او يو وسله وال طالب ونيول شو.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دکابل ، کونړ، کاپيسا، زابل اودميدان وردګو ولايتونو په مربوطاتو کي دناامنو سيمو دپاکولو په مقصد يو لړګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اوولس  تنه وسله وال ياغيان ووژل شول او شپږتنه نور يې ټپيان شول او يو تن يي ونيول شو.

دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې ددرندې وسلې يوه ګولۍ ، درې ماينونه  او ديرش کيلوګرامه امونيم نايتريت  چې دبمونو په جوړولو کې کارول کيږي له يوځانمرګي واسکټ ، له يوې اندازې پوځي وسايلو اوتجهيزاتو اوله دريو موټرسايکلونو سره په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

ديوبل خبرله مخې دوسايطو ضد پنځه ماينونه چې دخلکو ددښمنانو له خوا دورانکارو فعاليتونودترسره کولو لپاره دننګرهار ، بغلان  اوقندهار دولايتونو په  مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي شوي و دملي پوليسو دمنسوبينو له خوا کشف اوشنډکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته