سیاست

دجمهوري رياست نوماند استاد عبدالرب رسول سياف خپلې انتخاباتي مبارزې پيل کړې.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٧
دجمهوري رياست  دانتخاباتو نوماند استاد عبدالرب رسول سياف نن  د خپلو پلويانو په غونډه کې چې دلويې  جرګې په خيمه کې جوړه شوې وه دخپل کارمهم ټکي  بيان کړل  .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  استاد سياف په خپله  وينا کې دهيواد له اوسنيو حالاتو سره  اړيکه ونيوله او دهغو ستونزو دحل کولو په باب چې هيواد ورسره مخامخ دى  خپل نظر بيان کړ.
ده  له اداري  فساد سره په جدي مبارزې  ټينګار وکړ ، دبشر دحقوقو تامينول
او دښځو دحقوقو رعايتول ددغه دپخوانۍ جهادى شخصيت په خبرو کې پراخ انعکاس درلود.
استاد سياف وويل :   په هغه صورت کې چې  دجمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې بريالى  شي دسولې لپاره هلې ځلې کوې ځکه سوله  د خداي (ج)
امر دى  او الله (ج)  هغه ته خير ويلى دي  او دى به سولې ته درسيدو لاره لنډه کړي سره له دې چې دغه پخواني جهادي مشر اودجمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو نوماند  دسولى خبره وکړه ، څرګنده يې کړه دهغو کسانو په مقابل کې به  چې  په بيلابيلو نومونو او ځانمرګو بريدونو او چاودنو سره ددغه هيواد ښځې ماشومان او خلک وژلي دي ، ودريږي ځکه د هغوي په مقابل کې چوپتيا جفاده ،   د دغه شان پيښو دعواملو په وړاندې له نرمښت څخه کار اخستل دانصاف او عدالت لاره نه ده او دملت د قاتلينو په وړاندې قاطع  وي .
استاد سياف په  هغو وسله والو مخالفينو چې هغوي  افغان او هيواد ال  وباله  غږ وکړ چې له موجود فرصت او فضا څخه استفاده وکړي  او خپل هيواد  او هيوادوالو ته د سولې او ثبات  په راوړلو کې اقدام وکړي .
استاد سياف وويل :   دبرياليتوب په صورت کې  قانون د حکومت په جوړولو کې چې توپير او امتياز پکې نه  وي کار کوي.
ديادونې وړده چې نتې غونډه دجمهوري رياست دانتخاباتي نوماندانو دانتخاباتيتي  مبارزو په دوام جوړه شوې وه او استاد سياف دنننۍ غونډې په جوړولو سره په عملي  ډول له دغه بهير سره يوځاى  شو .
پخوا ډاکتر عبدالله ، ګل آقاشيرزى ، اشرف غني احمدزى ، ډاکتر زلمى رسول ، جنرال عبدالرحيم وردګ ، عبدالقيوم کرزى ، قطب الدين هلال او هدايت امين ارسلا د ورته غونډو په جوړولو سره خپل انتخاباتي  پيل او خپلې کړنلارې يې بيان کړي دي.
انتخابآتي مبارزې د راتلونکې کال د وري تر ١٣ نيټې پورې  دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته