خبرونهښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو سرپرست  وزیر د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

کابل، د تلې ۱۱مه، باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي عبدالباقي حقاني د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

په یاده لیدنه کې حقاني د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ته د نوې دندې مبارکي وویله او د الله تعالی له دربار څخه یې ورته په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

نوموړي د پوهنې وزارت د چارو سمبالول ستونزمن کار وباله او د پوهنې سرپرست وزیر ته يې د نېکو مشورو د ورکولو ډاډ ورکړ.

په ورته وخت د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا، عبدالباقي حقاني ته د ښه راغلاست تر څنګ، د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر ده یې اعتبار کړی دی.

نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې د پوهنې وزارت د چارو د لاښه والي لپاره به هڅې وکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا