امنیت

د حکيم الله محسود يو نږدي همکار په پيښور کې ونيول شول .

پيښور  باختر د ثور  ٢٦

  دپاکستاني  طالبانو د تحريک  دممنوعه ډلې درييس حکيم الله محسود يو قوماندان او شپږ تنه نور تند لاري پرون په پيښور ښار کې ونيول شول .

  دغه قوماندان چې حکيم نوميږي د پيښور ښار په حيات اباد سيمه کې ونيول شو او نامعلوم ځاى ته وليږدول شو .

 دحکيم په ګډون ددغې ډلې دنيول شويو کسانو  اصلي نومونه چې تر څارنې لاندې وو نه دي افشا شوي  .

 حکيم په پيښور  ناحيه کې ددغه تحريک دويم قوماندان و  دپاکستان د دي ډان ورځپاڼې  په ليکنه قوماندان حکيم دخپلو همکارانو په ملګرتيا  د پروفيسر اجمل  ، دافغانستان دجنرال قونسل  عبدالخالق فراهي او په پاکستان کې دايران دتجارتي اتشه هاشم عطار زاده  په ګډون دجګپوړو کسانو په  تښتونه کې لاس درلود .

 په همدي حال کې پوليسو په ايبت اباد سيمي په ورته بريد کې دطالبانو د تحريک  درې تنه غړي چې د پيسو د ترلاسه کولو په خاطر يي دخلکو په تښتونې لاس پوري کاوه ، نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته