
کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د علومو اکاډمۍ ترمنځ د ګډو علمي او اکاډمیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د دواړو لوريو ترمنځ د لوړو زده کړو په وزارت کې غونډه ترسره شوه. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو پر پياوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت د ټولو ادارو سره د علمي همکاريو د رامنځته کولو او پياوړتيا په موخه د پام وړ کار کړی دی.
نوموړي د افغانستان د علومو اکاډمۍ له چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد په تحصيلي بنسټونو کې د کيفيت او کميت له پلوه د شته ظرفيتونو د لوړولو په موخه دې ادارې ته د علمي کارکوونکو په لېږلو سره د فوق لېسانس پروګرامونو د تدريس په برخه کې همکاري وکړي.
نديم زیاته کړه، چې په ټولو برخو کې د ادارو او مسؤولینو موخې د افغانستان ابادي او پراختیا ده او د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره به د ادارو ترمنځ نږدې همکاري ډېره مهمه او اغېزناکه وي.
په ورته وخت کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست مولوي فریدالدین محمود د دې اداري د پراختيايي پروګرامونو او موخو په اړه معلومات ورکړل او د لوړو زده کړو وزارت له مسؤولینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د پراختیایي پروګرامونو او موخو ته د رسېدو په برخه کې د يادې ادارې سره مرسته وکړي.
د دغه ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د علمي او اکاډميکو همکاريو څرنګوالي په برخه کې د یادو دواړو بنسټونو څخه یوه ګډه کمېټه رامنځ ته او د دې همکاریو د جزئیاتو له مخې دې بحث وکړي.
افغانمل