
کابل، د زمري ۳۰مه، باختر
ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د لوړو زده کړو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکزې د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
په یاد راپور کې ویل شوي، چې د تېر یوه کال په موده کې د مسلکي بشري ځواک د روزلو په موخه په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو کې د لېسانس په کچه ۲۹ پوهنځي، ۶۵ ډیپارټمنټونه او ۲۴ شپنۍ تحصيلي برنامې ایجاد شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په ديني برخه کې د متخصص بشري ځواک د روزنې په موخه له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د فوق لېسانس (تخصص) په کچه د کابل او کندهار ديني جامعاتو ترڅنګ د هېواد په زونونو (ننګرهار، کندز، بلخ، هرات، پکتیا او هلمند) کې ديني جامعات ایجاد شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت په راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې په تېر يوه کال کې ۳ د دوکتورا او ۱۵ د ماسټرۍ نوي پروګرامونه ايجاد شوي چې په دې سره اوسمهال د هېواد په کچه ټولټال ۹ د دوکتورا او ۴۰ د ماسټرۍ پروګرامونه عملا دوام لري.
یاد وزارت په راپور کې زیاته شوې، چې د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ۲۵ دولي پوهنتونونو کې د څېړنو معاونیتونه جوړ شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د لوړو زده کړو وزارت د تېر یوه کال په موده کې توانېدلی، چې د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم په ټولیزه توګه ۹۰ تحصیلي نصابونه نهایي کړي، چې ۷۰ د لېسانس، ۱۳ د ماسټرۍ او ۷ د دوکتورا دورو نصابونه پکې شامل دي.
د لوړو زده کړو وزارت همدارنګه په یاده موده کې ۷ نړیوال او ۳۳ ملي ژورنالونه ایجاد کړي او ۸۰۷عملي مقالې په نړیوالو او ۱۵۵۰ علمي مقالې په ملي ژورنالونو کې نشر شوې دي.
په راپور کې زیاته شوې، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تېر یوه کال په موده کې ۸۵۰ استادان استخدام شوي او د ۷۰۸ تنو علمي ترفېعات طی مراحل او تائید شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ د استادانو او علمي کادر غړیو د علمي سویې او وړتیاو د لوړاوي په موخه ۲۳۹ د علمي کادر غړي او د دولتي ادارو کارکوونکي بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل شوي دي، چې ۱۵۸ د ماسټرۍ او ۸۱ د دوکتورا په برخه کې دي او همدارنګه د علمي کادر ۲۸۰ غړیو د تحصیل له تکمیل او هېواد ته له راګرځېدو وروسته د دندې استحصال کړې دي.
د لوړو زده کړو وزارت په راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې د مګړۍ د هېواد د لوړو زده کړو په ټولو بنسټونو کې ۴۷۱زره ۳۶۰ محصلین په تحصیل بوخت دي.
د یادونې وړ ده، چې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د شیخ زاید او پکتیا پوهنتونونو د تدریسي روغتونونو بېرته فعالول، په بېلا بېلو پوهنتونو کې د څه د پاسه ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ رغنیزو پروژو تطبیق، له غصب څخه د یاد وزارت د ۷۰۰ جریبه ځمکې خلاصول او د دولتي اوخصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ۲۲ ستراتیژیکو پلانونو تائيدېدل د دغه وزارت د تېر کال نورې مهمې لاسته راوړنې په ګوته شوې دي.