ټولنه

د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې له امله د ملي شورا د مشرانوجرګې د مبارکى پيغام !

کابل باختر د کب اوولسمه
دملي شورا مشرانوجرګه د مارچ اتمه دښځو د نړيوالې ورځې له امله د زړه له کومې مبارکۍ د هیواد پتمنوخویندواو د نړۍ ټولوښځو ته وړاندې کوي،دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دوی ته د روغتيا، برياليتوب اونيکمرغۍ هيله کوي .
دملي شورا مشرانوجرګه ښځې دبشري ټولنې د بنسټ بشپړونکي بولي او باور لري چې د ځمکې پرمخ هر راز پرمختګ، ترقۍ او د انساني ژوندون دوام د ګرانو ميندو او ښځو د رول او ونډې اخستنې پرته ناشونې دى.
مشرانو جرګه د اسلامي ارشاداتو، اساسي قانون او د هېواد د مدني قوانینو په رڼا کې ځان مکلف بولي چي د خپلو پرېکړو په مهال د ښځو د ټولنيزو، سياسي او فرهنګي حقونو د تامين په موخه به، له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.
پتمنو خويندو او ميندو!
په داسې شرايطوکې چې نړۍ په چټکۍ سره د ترقۍ اوبساینې تګلوري ته دوام ورکوي؛ دې ته اړتيا ده چې افغان ښځې دي په کره او خوځنده توګه د خپلو صالحو، ديندارو او مسووليت منونکو بچيانو ،د روزنې او پالنې په لار کې، د دوي روزنې او پالنۍ ته پام واړوي ترڅو په غوره زدکړو سره په ټولنه او دولتي اداروکې لوړ اوښه دريځ غوره کړي .
مشرانوجرګه يوځل بيا ددغې ځانګړې ورځې درارسيدوله امله ټولو ګرانواو پتمنو خويندو ته مبارکي وايي او په ټولنه کې د هغوى دټولومدني اوبشري حقونو دتامينولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته