سیاست

الياسي تراوسه پورې په خڅه دپاسه شلو ولايتونوکې دراى ورکولو ٢٩٢٨محلونه بيا شمېرنې ته اړتيا لري .

کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر :
انتخاباتي شکايتونو ته درسيدګي دکمېسيون وياند  وايي  چې تراوسه پورې ددغه بنسټ ولايتي کمېسيونونو په څه دپاسه شلو ولايتونوکې خپلې پريکړې انتخاباتي ټکټونو ته  ابلاغ کړي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې ،   انتخاباتي شکايتونو ته درسيدګي دکمېسيون وياند  محمد قاسم الياسي  رسنيو ته ويلي دي  چې له دې جملې څخه تراوسه پورې په نهو ولايتونوکې شکايت کوونکو ددغه بنسټ  دولايتي کمېسيونونو دپريکړې په وړاندې داستيناف غوښتنه کړې ده .
الياسي دغه راز ټينګارکړى دى چې انتخاباتي شکايتونوته درسيدګى دکمېسيون  څېړنې ښيي  چې تراوسه پورې  په څه دپاسه  شلو ولايتونوکې دراى ورکولو ٢٩٢٨محلونه  بيا شمېرنې ته اړتيا لري . 
  د الياسي دڅرګندونوله مخې ، ننګرهار له   ١٥٨٠محلونو سره ، کونړ له ٢٤٨محلونو سره ،  پکتيا له  ٣٨٦محلونوسره ، نيمروز له ١٧٧محلونو سره او هلمند  له څه دپاسه  ١٥٠محلونوسره  زيات محلونه لري  چې په هغو کې رايې بيا شمېرنې ته اړتيا لري .
  ټاکل شوې وه  چې نن  دوشنبه  انتخاباتي شکايتونوته درسيدګي ټول ولايتي کمېسيونونه  خپلې پريکړې   وروستي کړي . خو ددغه کمېسيون وياند ټينګار کوي  چې دانتخاباتو خپلواک کمېسيون له موږ څخه غوښتي دي چې دځينو ستونزو په خاطر تاسې  خپلې ټولې پريکړې  يوځاى  له موږ سره  شريکې کړي .
چې ښايي داکار  زيات وخت ونيسي .
دانتخاباتو دلومړنيو پايلو داعلام په اړوند دجمهوري رياست دانتخاباتو دنوماندانو لپاره دشکايتونو دثبت  دمهلت  په دريو ورځو کې  ،  په ټول هېواد کې   ١٦٥٠٠ شکايتونه ددغه بنسټ په مرکزي  او ولايتي دفترونو کې ثبت شوي دي .
  دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون له اعلام سره سم محمد اشرف غني ٦٤ر٥٠سلنې رايو په ترلاسه کولو سره  په لومړي مقام کې دى . او عبدالله عبدالله د ٥٢ر٣٩ سلنې رايو په ترلاسه کولو سره  په دويم رديف کې  دى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته