کابل باختر د مرغومي څوارلسمه :
د افغان بيسيم دمخابراتي شرکت دوه تنه کارکوونکي په فراه ولايت کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه پرون مازيګر د بالابلوک ولسوالۍ د توت او چکاب په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د افغان بيسيم د مخابراتي شرکت دوه تنه کارکوونکي د تيلو د ليږدونې او د تخنيکي عوارضو د له منځه وړلو لپاره چې په سيمه کې په مخابراتي آنتن کې رامنځته شوي و؛ هغه ځاى ته تلل چې په لاره کې د هغوى د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د هغه دچاودنې له امله د افغان بيسيم د مخابراتي شرکت دوه تنه کارکوونکي ووژل شول.
0 1 دقیقه لوستل