ټولنه

دکران او منجان خلکو طالبان وشړل او دهېواد ملي بيرغ يې ورپاوه.

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
دبدخشان دکران او منجان دولسوالۍ خلکو په يوه بې ساري اقدام کې طالبان له خپلې  ولسوالۍ څخه وشړل .
دبدخشان دوالي وياند نيک محمد نظري  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دکران او منجان خلکو تېره شپه  دوسله ووالو طالبانوپرخلاف  پاڅون پيل کړ او دنن سهار تر اتو بجو پورې يې دغه ولسوالۍ دوسله والو طالبانو له اشغال څخه  خلاصه کړه او دهېواد درې رنګه بيرغ يې ددغې ولسوالۍ دمرکز دپاسه ورپاوه
هغه وويل چې په دې  وګړني پاڅون  کې دوسله والو طالبانو يو هاموي ټانک اويوه اندازه جنګي وسايل دسيمې دخلکو لاس ته ورغلي دي .
هغه وويل: اوس دکران او منجان خلک په هغو ناڅيزو امکاناتو سره چې لري يې ددغې ولسوالۍ مرکز ته څيرمه  په څوساحو کې له طالبانو سره په جګړه کې دي او ټاکل شوې ده چې په ډېر لنډ ممکن وخت کې دهېواد پوځيان دهغوى مرستې ته ورسېږي .
دغه ولسوالۍ کابو دوه مياشتې مخکې دطالبانو لاس ته ورغلې وه .
په خبر کې ويل شوي دي چې په دغو نښتو کې  دواړو لورو ته دسرداوښتې زيان خبر نه دى ترلاسه شوى .
ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته