امنیت

دبدخشان ولايت امنيتي مسوولين وايي چې دافغانستان او تاجکستان دګډ بازار په لويه لاره کې د د طلبانو بم ايښودنه ناکامه کړې ده .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢
دبدخشان ولايت امنيتي مسوولين وايي چې دافغانستان او تاجکستان دګډ بازار په لويه لاره کې د د طلبانو بم ايښودنه ناکامه کړې ده .
دغه بم دافغانستان او تاجکستان دګډ بازار په تګلورې کې د اشکاشم ولسوالۍ
د ده قاضي او صياد دسيمو ترمنځ په  واټ کې ځاى پرځاى شوى  و .
د اشکاشم ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالولي حسيني باختر آژانس ته وويل : امنيتي ځواکونو پرون ناوخته دغه بم دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او دافغان سرحدي پوليسو دتخنيکي ټيم په واسطه شنډ کړ .
طالبانو غوښتل په دغې بم ايښودنې سره  خونړۍ تروريستي پيښه رامنځته کړي .خو  بريالي نه شول.
دآمو سيند دسواحلو دولسواليو زياتره اوسيدونکې خپلې اړتياوې له دغه بازار څخه پيري.
په همدې حال کې داشکاشم ولسوالۍ امنيتي مسوولين وايي چې د دغې بم ايښودنې دعاملينو دنيولو لپاره  يې هڅې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته