امنیت

په هرات کې د دريو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر دوږي  دولسمه :
د ظفر قول اردو د لومړۍ لوا د شپږم کنډک د پرسونل له خوا د هرات ولايت د شينډنډ او کشک کهنه  په ولسواليوکې درې ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
  يوله دغو ماينونوڅخه چې د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوى و؛ د شينډنډ  ولسوالۍ په شورابک سيمه کې د امنيتي ځواکونو د ګزمې په بهير کې  او دوه نور ماينونه د کشک کهنه په ولسوالۍ کې کشف او شنډ کړى شول .
په هرات ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې دغه ماينونه په ګن ميشتو ساحو او لاروکې ځاى پرځاى کړي شوي و او د چاودنې په صورت کې ملکي وګړوته مرګانۍ پيښې رامنځته  کيدې .
ده وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغو ماينونو د ښخولو د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته