کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :
په ژوري خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې دفارياب ولايت يو ديني عالم اوقومي مشر مولوي عبدالصمد دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
انالله اوانااليه راجعون
ارواښاد مولوي عبدالصمد ديني عالم ، ټولنيز مصلح اودخلکو خدمتګار و اوخپل عمر يې دتدريس ، تبليغ اوخلکو ته دخدمت په لاره کې تيرکړ مړينه يې ضايعه ده .
دخپلې دخواخوږي او ډاډگيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دفارياب ولايت خلکو ته وړاندي کوم او دلوى خداى ج له دربار څخه ارواښاد ته دمغفرت اوپاتې کسانوته يې دجميل صبر هيله کوم .