خبرونهTOPروغتیا

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: ديني عالمان او ځوانان بايد د فکري جګړې پروړاندې مبارزه وکړي

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ ندا محمد نديم ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې پرون د ختیځ زون له ديني عالمانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دغه غونډه کې وويل، چې اسلامي امارت د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د واټن ختمولو په برخه کې ګټور ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې یو لړ پرمختګونه هم ترسره شوي دي.
سرچينې همدارنګه د مسلکي کسانو د ګومارلو پر اړتیا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې په دې برخه کې به اړین ګامونه واخیستل شي.
نوموړي زياته کړه، چې په هېواد کې فزيکي جګړه ختمه شوې؛ خو فکري جګړه دوام لري او دا يې د ديني عالمانو او ځوانانو مسئوليت وباله چې پر وړاندې يې مبارزه وکړي.
همداراز د لوړو زده کړو سرپرست وزير وويل، چې جګړې له کبله په تېرو ۴۰ کلونو کې پوهنتون د بېلابېلو افکارو او سیاست ډګر پاتې شوی او له دې وروسته به پوهنتونونه يوازې د پوهې او پرمختګ په موخه وکارول شي.
په ورته وخت کې د ختيځ زون ديني عالمانو، په دغه غونډه کې د عامه اذهانو جوړونې، په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ديني او عصري علومو د تدريس او يو شمېر نورو برخو کې خپل وړانديزونه له سرپرست وزیر سره شريک کړل.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د هېواد شمال ته د سفر په ترڅ کې د شمالي ولايتونو د پوهنتونونو تدريسي چارې و ارزولې او د مسوولینو ستونزې يې له نږدې واورېدې.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا