سیاست

يرغلګر امريکايي عسکر به افغانانو ته ونه سپارل شي

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

  په داسې حال کې چې يو شمير افغاني مقامات او دملي شورا غړي دهغه امريکايي عسکر داسترداد غوښتنه کوي چې  دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې  يې اتلس تنه ملکي وګړي وژلي دي ، ايساف وايي دغه عسکر به دناتو او افغانستان ترمنځ پوځي  موافقه ليک له مخې  محاکمه شي .

  دباختر اژانس  دخبر له مخې، دايساف دځواکونو ويندوى جنرال کريستن جاکوبنتن  وايي: دغه امريکايي  عسکر به دهغه موافقه ليک له مخې محاکمه  شي  چې پخوا  دافغانستان اوناتو ترمنځ لاسليک شوى دى .

 دالماني جنرال  دڅرکندونو له مخې، په دې موافقه ليک  کې په افغانستان کې  دبهرنيو عسکرو له هر ډول فعاليت سره چلند تنظيم شوى دى خو هغه څه چې مهم دى ددغه  يرغلګر  عسکر دحقوقي مسووليتونو  څارنه ده  چې وبه څيړل شي .

 دامريکا ددفاع وزارت هم دافغانستان عدلى مرکزونو ته ديرغلګر عسکر سپارل رد کړى دى آن ددغه عسکر هويت هم نه دى په ډاګه شوى  .

 ديکشنبې په نيمه شپه يو امريکايي عسکر له خپلې قرارګاه څخه ووت او دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په نجيبانو او الکوزي سيمه کې يې  په دوو کورونو بريدونه وکړل او ددغو دوو کورونو په اوسيدونکو يې په داسې حال کې  چې ويده وو دکلاشينکوف  ډزې وکړې او دنهو کوچنيو ماشومانو په ګډون  يې اتلس تنه ووژل او اته تنه نور يې ټپيان کړل .

 ويل شوي دي چې افغانستان په  ٢٠٠٣  کال کې له ناتو سره يوموافقه ليک  لاسليک کړچې له مخې يې په افغانستان کې دبهرنيو عسکرو هر ډول کړه وړه دناتو او دهغه هيواد له خوا چې سرغړونکي عسکر ورسره  تړاو ولري  څيړل کيږي .

  داپه داسې حال کې ده  دافغانستان منابعو  پخوا  دهغو عسکرو په وړاندي چې په افغانستان کې يې دقوانينو په تر پښو لاندې کولو لاس پورې کړل او په ځينو مواردو کې دملکي وګړو دوژل کيدو سبب شوي دي دلويديځو هيوادونو له دې جملې څخه دامريکادقضايي مرکز دچلند په څرنګوالي شکايت درلود اوويلي يې دي چې له دغه ډول قضيو سره سطحي چلند شوى، آن په ځينو مواردوکې تيري کوونکي عسکر رواني ناروغان اعلام شوي  دي او دهغو دمحاکمې  له دوام څخه يې ډډه کړې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته