سیاست

سعودي عربستان به ډېر ژر د پانګونې د امکاناتو د لیدنې په موخه افغانستان ته تخنیکي ټیمونه را واستوي

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٩ مه
د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ماجد القصبی د افغانستان د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کي موافقه وکړه، چي ډېر ژر به افغانستان ته تخنیکي ټیمونه ولېږي، څو هلته د پانګونې شرایط او امکانات له نږدې وګوري.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هیواد اجرائیه رئیس په دې کتنه کي د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر افغانستان ته دعوت کړی، څو هلته له نږدې له سوداګرو او پانګې اچوونکو سره وګوري او د پانګوني په فرصتونو خبر شي.
ده ښاغلي القصبی ته وویل، چي د افغانستان د زراعت، انرژۍ او قیمتي ډبرو سکټورونه د پانګونې لپاره ښه فرصتونه دي او له دې باید ګټه پورته سي.
هغه د سعودي د سوداګرۍ له وزیر څخه وغوښتل چي افغان سوداګرو ته د وېزې په ورکړه کي اسانتیاوې برابرې او په دې توګه د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته زمینه مساعده کړي.
د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ماجد القصبی وویل، چي دی به خپله د تخنیکي ټیم تر ارزوني او سفر وروسته له بل ټیم سره افغانستان ته سفر کوي او د پانګونې فرصتونه او ډګرونه به په ګوته کوي.
هغه موافقه وکړه، چي د افغان سوداګرو د ویزې د اسانتیا په برخه کې به هم کار کوي او دا پروسه به د افغان حکومت په خوښه عیاروي.
ده زیاته کړه، چي وزارت به یې له اړوندو افغان ادارو سره په ګډه کار وکړي، څو د پانګونې د هڅونې لپاره ټول اړین مراحل طی او د مارکیټنګ په ګډون، لازم تيارى ونیول سي.
ښاغلي القصبی وویل، چي سعودي عربستان د پانګونې د هڅونې او د سوداګرۍ د غوړېدو په برخه کې له افغانستان سره د یوه همکار په توګه ولاړ دی.
د هیواد اجراییه رئيس په دې کتنه کي د وزیرانو شورا د دارالانشا رئيس نصرالله ارسلایي او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ته دنده وسپارله، ترڅو د افغانستان له لوري د دغه کاري تخنیکي ټيم فعالیتونه ترتیب او همغږي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته