
کابل، د غوايي ۲۴مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد نديم او مل پلاوي بامیانو ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت پوهنتون له مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او د ولایت مقام له مسؤلینو سره وکتل.
نديم په ياده کتنه کې وويل؛ د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په تحصیلي سکټور کې مثبت بدلونونه رامنځته او د ټولو تحصیلي بنسټونو ستونزې حل کړي.
نوموړي په دولتي پوهنتونونو کې د فوق لسانس پروګرامونو د ایجاد خبر ورکړ او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به په لوړ کیفیت د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د هېوادوالو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په هېواد کې ډاډمن امنيت او د تحصیلي شرایطو برابروالي ته په اشارې سره، د بامیان پوهنتون له استادانو وغوښتل چې د محصلینو د عصري زده کړو تر څنګ، د هغوی افکارو ته هم متوجه و اوسي، په دیني او ملي افکارو یې وروزي او همدارنګه د پردیو له استعماري او کفري افکارو او شومو موخو څخه یې لرې وساتي، تر څو په راتلونکي کې ټولنې ته مخلص او صادق اشخاص وړاندې شي.
د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي په ياده کتنه کې کې وویل، چې اسلام هېڅکله خلګ له عصري زده کړو نه دي منع کړي. دغه راز نوموړي په بامیانو کې د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې د پوره همکاري ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د بامیان پوهنتون رئیس مفتي حضرت محمد برهاني د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له ورتګ څخه خوښي وښوده او د یاد پوهنتون یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د باميان پوهنتون مشرتابه ته د ستونزو د حل او همکارۍ ډاډ ورکړ.
افغانمل