امنیت

چارواکي: امنيتي ځواکونو د ترینکوټ ختیځ لور ته پرمختګ کړی دی

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤مه
امنيتي ځواکونو د ترینکوټ ختیځ لور ته د دوراهي په سیمه کې پرمختګ کړی دی.
د روزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې، ددې ولایت مرکز ترینکوټ ختیځ لور ته یي هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي دي چې په ترڅ کي يې ګډو امنيتي ځواکونو د دوراهي سیمې ختیځ لور ته یو کیلو متر پرمختګ کړي دی.
په روزګان ولايت کې د ملي اردو د څلورمې پلي لوا قومندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ باختر اژانس ته وویل چې د دوراهي سیمه کي په دې ورستيو کې د ملي پولیسو دوې امنیتي پوستې جوړې کړي دي او لا به هم له وسله والو مخالفینو څخه د سیمي تر بشپړ پاکیدو پورې ددوی عملیات روان وي.
کاکړ زياتو چي دغه راز یې په سیمه کي  پنځه ویشت ماینونه هم چي د وسله والو مخالفینو له لورې ځای پر ځای شوي و  شنډ کړي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته