کابل /باختر/ د غويي د میاشتې ۳ مه
په روزګان ولايت کې د کرکټ یو میاشتنۍ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د کرکټ بوردمسوول جماالدین میلاد وویل، په دغه ټورنمنټ کې اتلسو لوبډلو برخه اخیستې وه چې هدف یې د ځوانانو ترمنځ یو والی او کرکټ لوبو ته وده ورکول ښودل شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر لوبغاړي بیا له افغان حکومت څخه غواړي چې د لوبو کولو لپاره دې ورته معیاري لوبغالی جوړ شي.
پاى ذکرالله