خبرونهښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د شمال ختیځ زون له دیني عالمانو سره مشورتي ناسته وکړه

 کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم او مل پلاوي په کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون له دیني عالمانو سره مشورتي ناسته وکړه.

نوموړي په یاده غونډه کې دیني عالمان د پیغمبرانو وارثین او د ټولنې اصلاح کوونکي وبلل او زیاته یې کړه، چې د اسلام په تاریخ کې عالمانو تر بل هرچا زیات تکلیفونه، سختۍ، مهاجرتونه ګاللي او قربانۍ یې ورکړې دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له دیني عالمانو څخه وغوښتل، چې له اسلامي امارت او لوړو زده کړو وزارت سره خپله همکاري روانه وساتي او د هېواد او تحصیلي نظام د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې خپلې لازمې مشورې شریکې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په دغه کتنه کې وویل، چې يرغلګرو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د فزیکي جګړې سره – سره فکري جګړه هم پرمخ وړې ده، چې د دې فکري جګړې مهارولو، فساد مخنیوي او ټولنې اصلاح برخو کې د عالمانو رول ډېر مهم دی او دا د دوی مسؤلیت دی، چې په یادو برخو کې خپل مسؤلیت اداء کړي.

په یاده ناسته کې، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي  نداء محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د تخار والي مولوي ضیاء الرحمن مدني ، د کندز والي مولوي نثاراحمد نصرت، د دغه ولایت د استخباراتو مسؤل، امینه قومندان او لسګونو دیني عالمانو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې شیخ ندامحمد ندیم تر دې وړاندې د کندز پوهتنون د محصلینو سره هم د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو په موخه ناسته کړې وه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا