سیاست

دغزني ولايت دجاغوريو ولسوالۍ يوشمير سپين ږيرو او مخورو نن له غرمي مخکې له محمد کريم خليلي سره وکتل

دغزني ولايت دجاغوريو ولسوالۍ يوشمير سپين ږيرو او مخورو نن له غرمي مخکې د جمهوررييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل او ددغې ولسوالۍ يو لړسيمه ييزې ستونزې يې له ده سره طرحه کړې .

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې  چې په ولسي جرګه کې دغزني ولايت يو وکيل هم حاضر و دجاغوريو ولسوالۍ  سپين ږيږو ددغې ساحې يو لړ سيمه ييزې ستونزې بيان کړې  اوپه دې برخه کې يې ددولت دمشرتابه دپاملرنې غوښتنه وکړه.

دوى په دغې ولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسو کړه وړه مطلوب ونه بلل او له دې امله  په دې برخه کې يې داصلاحاتو دراوړلو غوښتنه وکړه .

د جمهوررييس مرستيال  په دې ترڅ کې چې  برخه والو ته يې ددغې ولسوالۍ  دخلکو دغوښتنو دڅيړنې ډاډ ورکړ ، ټينګار يې وکړ چې ټولي دولتي اداري  او ارګانونه  بايد خپلې دندي اومسووليتونه  دهيواد  دنافذو قوانينو له مخې او خلکو ته  دخدمت په مقصد ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته