
کابل، د وري ۱۴ مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغه وزارت اړوند شهر آرا، سترګو او میوند تدریسي روغتونونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم د شهر آرا نسایي ولادي تدریسي روغتون د مسؤلینو په ملتیا د دغه روغتون له لابراتوار، عملیات خونې، درملتون، کتابتون او نورو بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
نديم د یاد روغتون د پليو لارو او نورو برخو د جوړولو د ژمنې تر څنګ، د هڅونې په موخه د یاد روغتون له ټولو کارکوونکو سره نغدي مرسته هم وکړه.
شهر آرا نسایي ولادي تدریسي روغتون د نسایي ولادي او ماشومانو په برخه کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي او په نسایي ولادي برخه کې متخصصین روزي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه د میوند تدریسي روغتون، له بستر خونو، لابراتوار، عملیات خونې، د جومات له نیمه کاره ودانۍ او د یاد روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
میوند تدریسي روغتون د ماشومانو داخله، د ماشومانو جراحي، جلدي، د پلاستیک جراحي، غوږ، ستوني او پوزې په برخو کې د خلکو لپاره ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دغو لیدنو کې د یادو روغتونونو د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، د حل ژمنه یې ورسره وکړه او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
افغانمل