(PS)خبرونه(PS)سیاستTOP(PS)(PS)ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: د هېواد د ځوان نسل سالمه روزنه زموږ او ستاسو مسوولیت دی

کابل، د وږي ۲مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د کندهار پوهنتون له مسوولینو سره په کتنه کې وویل، چې د هېواد د ځوان نسل سالمه روزنه زموږ او ستاسو مسوولیت دی.

په دې کتنه کې د کندهار پوهنتون رئیس او مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو او اداري کار کوونکو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم د یاد پوهنتون له مسوولینو سره په خبرو کې وویل: «د هېواد د ځوان نسل سالمه روزنه زموږ او ستاسو مسوولیت دی او په دې ډګر کې ډېر کار او هڅو ته اړتیا ده.»

مولوي ندیم زیاته کړه، چې د اسلامي امارت او د لوړو زده کړو وزارت رهبري په هېواد کې د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کار کوي.

نوموړي د کندهار پوهنتون مسوولینو ته د هغوی د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

 وروسته د کندهار پوهنتون مسوولینو د دغه پوهنتون فعاليتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه وړاندې کړل او په اکاډميکو او اداري برخو کي یې د تشکيل زیاتېدو، د کندهار پوهنتون لپاره د ماسټرۍ برنامو رامنځ ته کول، د پوهنتون د زرغونتیا لپاره د عوایدو ځانګړي کول، په پوهنتون کې د جومات بیا رغول او د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلانو لپاره د بورسونو ورکولو غوښتنې شریکې کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا