امنیت

په روزګان کې درې ځوانان دطالبانو په يوه صحرايي محکمه کې په ډزوسره ووژل شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٣ مه / باختر : 
وسله والو طالبانوپه روزګان ولايت کې په يوه صحرايي محکمه  کې درې ځوانان په ډزو سره ووژل .
درارسېدلو خبرونوله مخې ؛ يرغلګرو دشپې په بهيرکې ددهراود ولسوالۍ په يوه کور  يرغل وکړ  او دوه وروڼه   او يو ميلمه يې په ډزو سره ووژل .
دغه دوه وروڼه  دښوونځي  زده کوونکي او  ددهراود دبازار دوکانداران وو .
د روزګان يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل ؛  چې ددغو دوو وروڼو يو خپلوان دپوليسو سرتيرى دى او وسله والو طالبانو په همدې دليل هغوى له ميلمه سره يي ووژل.
دروزګان سيمه ييزو مشرانو  دطالبانو دغه کار وغانده او ويې ويل ؛  دپوليسو له سرتيري سره خپلوي بايد دوژنې سبب نه شي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.                                 پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته