خبرونهښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: د کیفیت او معیارونو په رڼا کې به د محصلینو لپاره غوره تدریسي چاپیریال برابر کړو

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندز ولایت له دیني عالمانو سره مشورتي ناسته تر سره کړه.

په دغه ناسته کې سرپرست وزیر ډاډ ورکړ، چې له دیني عالمانو سره په همغږۍ به د لوړو زده کړو وزارت د چارو د لاښه والي په موخه هلې ځلې وکړي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندز پوهنتون له محصلینو سره په کتنه کې وویل، چې په هېواد کې له کلونو جګړې وروسته بشپړ امنیت ټینګ شوی او په کار ده، چې ځوانان له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپله علمي او مسلکي پوهه لوړه او د خپل هېواد لپاره د خدمت جوګه شي.

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محصیلنو سره ژمنه وکړه، چې د یاد وزارت د تضمین کیفیت معیارونو په رڼا کې به د دې هېواد بچیانو ته لا غوره تدریسي او اکاډمیک چاپیریال برابر کړي.

وروسته د محصلینو په استازولۍ څو تنو محصلینو خبرې وکړې او شمالي ولایتونو ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ورتګ یې له نوموړي مننه وکړه او خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

سرپرست وزیر له یادو محصلینو سره ژمنه وکړه، چې د ستونزو د حل په موخه به يې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست  پرون هم په شمال ختیځ زون کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو رییسانو او استادانو سره ناسته کړې وه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا