امنیت

دخاصو ا مريکايي ځواکونو ژباړن ذکريا د ميدان وردګو ولايت د خلکو په وژنې او ځورولو اقرار وکړ

کابلباختردسرطان ٢٤
دخاصو ا مريکايي ځواکونو ژباړن ذکريا چې د ميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ د خلکو دشکايتونو له امله له خاصو امريکايي ځواکونو سره په همکارۍ کې د سيمې د خلکو د وژنې او وهلو او ډبولو او  ددغه ولايت د اوولسو تنو اوسيوونکو د بيدرکه کولو تور پرې لګول شوى دى؛ په دې وروستيو وختوکې د هيواد د امنيتي ځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شو.
يوه اړونده خبرځاى باخترآژانس ته وويل: ذکريا په خپلو تحقيقاتو کې ويلي دي چې له نهو مياشتو را په ديخوا يې له خاصو امريکايي ځواکونو سره د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې دندې ترسره کړې دي او په دې وروستيو وختو کې د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ددغو ځواکو نو ژباړن و.
ذکريا په خپلو تحقيقاتو کې زيا توي چې يوه ورځ په خاصو امريکايي ځواکو نو پورې اړوند د ديف په نامه دبرخې يوه امريکايي مسوول دنده ورته سپارلې وه چې دسيد محمد په نامه يو مشکوک دملي اردو له ځواکو نو څخه تسليم شي.
دى زياتوي: کله چې دغه مشکوک تسليم شوم، څرنګه چې دى يو سپين سترګې شخص و، په لاره کې مې دى په څپيړو او لغتو وواهه او ومې ډباوه او وروسته مې امريکايانو ديف او ايګن ته تسليم کړ او د شپې په نهو بجو مې دسيد محمد مړى ترخيمې لاندې په تورپلاستيک کې وليده چې څلورتنه نورافغان ژباړونکي هم ددغې پيښې شا هدان وو.
ذکريا چې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ دخلکو له خوا د دغو قضيو عامل بلل شوى دى، لګول شوي تورونه ردوي او ځان د خاصو امريکايي ځواکونو تر امر لاندې بولي او وژنې يې په خاصو امريکايي ځواکونو پورې اړوند ښاغلي ديف او ايګن ته چې په پښتو او دري ژبو پوره واکمني لري؛ نسبت ورکړى دى او زياته کړې يې ده چې دى ټيټ رتبه ژباړن و او دکمپ په دننه اودهغوى دتحقيق په سيموکې يې دتګ راتګ اجازه نه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته