سیاست

جمهور رئیس غني نوي ډیلي ته ورسېد

کابل باختر دوږي څلورويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د هند د لومړي وزیر ناریندرا مودي په رسمي بلنه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري نن سهار نوي ډیلي ته ورسېد.
دجمهوررييس  دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
جمهور رئیس غني او ورسره پلاوي ته د نوي ډهلي پالم هوایي ډګر قوماندان، د اقتصادي اړیکو معین امرسنها، د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس سنجي ورما په پالم هوایي ډګر کې ښه راغلاست ووایه .
د هېواد جمهور رئیس به  نن د هندوستان له  لومړي وزیر ناریندرا مودي، جمهور رئیس پراناب  موکرجي او د دغه هېواد له نورو مقاماتو، تاجرانو او افغان محصلانو سره په جلا جلا کتنو سربېره د دفاعي مطالعانو او تحلیلونو په انسټیټیوټ کې وینا هم وکړي. 
په پام کې ده، چې د جمهور رئیس غني او د هند د لومړي وزیر ناریندرا مودي په حضور کې د دواړو هېوادونو مقامات د همکارۍ موافقه ليکونه  هم لاسلیک کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته