ورزش

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تاجکستان ځي

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم دتاجکستان له ملي ټيم سره د دوستانه لوبې د ترسره کولو په مقصد دغه هيواد ته ځي.
د هيواد دفوټبال فدارسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ به د قرغزستان د سياليو په دوام چې په عربي متحده اماراتو ترسره شوې دي؛ ترسره شي .
د هيواد دفوټبال ملي ټيم د قرغزستان له ملي ټيم سره لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله او دويمه لوبه يې د تاجکستان له ټيم سره ده چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې د دوشنبې په ښارکې ترسره شي.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د افغانستان د فوټبال دملي ټيم دتيارى په مقصد د آسيا د چلنج کب د جام په سياليوکې دګډون لپاره چې ټاکل شوې ده د ثور د مياشتې په وروستيوکې د مالديف په هيوادکې پيل شي؛ ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته