اقتصاد

د ګمرکاتو او مالياتو په څانګه کې دروزنيز پروګرام دويم پړاوپه کابل کې پيل شو

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٤ :
د ماليې وزارت د ګمرکاتو لوى رئيس د ګمرکونو او ماليو د نوې اکاډمۍ څلور مياشتني روزنيز پروګرام پرانست .
د باختر آژانس خبريال خبر راکړ:
دغه روزنيز پروګرام د ګمرکاتو لوى رئيس احمدشاه پوپل پرانست او د مرکز او ولايتونو د ګمرکونو پنځوس تنه کارکوونکي پکې ګډون لري .
ويل کيږي د دغه پروګرام برخه والو ته د ګمرکونو د نړيوال سازمان په منل شويو معيارونو سره د تکړه استادانو له خوا لوست ورکول کيږي.
د ګمرکونو لوى رئيس احمدرشاد پوپل وويل: کارکوونکوته روزنيز پروګرام په حقيقت کې هغه اغيزمن او بې ساري ګامونه دي چې د ګمرکونو عصري کول بلل  کيږي.
ده زياته کړه: د دغه شان پروګرامونو له بشپړولو وروسته به وړ او لايق کارکوونکي په لوړو امتيازونو او معاشونو سره په نويو ګمرکي په تجربو او معيارونو سره خپلې دندې پيل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته