خبرونهفرهنګTOP

درې دېرش تاريخي آثار ملي موزيم ته وسپارل شول

کابل / د غويي ١٠مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په شتون، د بهرنيو چارو وزارت استازي له بهر څخه ٣٣ راګرځول شوي تاريخي آثار پرون د ملي موزيم رييس ته وسپارل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ملي موزيم کې ترسره شول؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د هېواد دغه ٣٣ تاريخي آثار په امريکا کې له قاچاق وړونکو څخه ضبط شوي او په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له لارې کابل ته راګرځول شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د یادو تاريخي آثارو د لېږدونې په خاطر په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د پر له پسې هلوځلو مننه وکړه او د دغو آثارو ترلاسه کول یې د افغانستان دولت او خلکو ته  ستر برياليتوب وباله.

هغه زياته کړه چې د ۷۰يمې لسيزې جګړو په بهير کې څه دپاسه ۱۰۰ زره تاريخي آثار له ملي موزيم څخه لوټ کړاى شول او همدا اوس هم د هېواد زيات شمېر تاريخي آثار او لرغونې ودانۍ له خطر سره مخ دي.

محمد طاهر زهير د تاريخي آثارو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هلوځلو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په افغانستان کې څه دپاسه ۵۰۰۰ تاريخي ودانۍ شته چې زياتره يې ساتنې او مرمت ته اړتيا لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د تاريخي آثارو او فرهنګي ميراثونو چې د افغانستان ملي پانګې دي؛ ساتنه وکړي او دغه راز د غير قانوني کيندنو او قاچاقو مخه ونيسي.

وروسته د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي اړيکو رييس توريالي غياثي خبرې وکړې او ويې ويل چې په بهر کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ مسووليت لري چې له هېواد څخه د قاچاق شويو تاريخي آثارو په راګرځولو کې پرله پسې هلې ځلې وکړې.

وروسته د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي د ترلاسه شويو آثارو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دغو آثارو کې ډبرينې او خټينې مجسمې او لوښي شته چې ښايي يوه برخه يې په بودايي، هندويي او اسلامي دورو پورې مربوط وي.

هغه زياته کړه: د یادو آثارو د اصالت او لرغونتيا د تشخيص په خاطر زياتې څېړنې ته اړتيا ده.

د ملي موزيم رييس وويل چې له ٢٠٠٢ کال څخه تراوسه ۱۰ زره ۵۰۰ تاريخي آثارو له بهر څخه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د مراسمو په پاى کې د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي اړيکو رييس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست په شتون کې یاد آثار د ملي موزيم رييس ته وسپارل.

ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته