کابل، د ثور ۲۷ مه، باختر
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یې پنځه تنه د غلا په تور نیولي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په زرنج ښار کې پنځه تنه د غلا په تور نیول شوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په نیمروز کې سلګونه تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
سعیده