خبرونهښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت هیئت د بلخ خصوصي تحصیلي موسسې و ارزولې

کابل، د وږي ۵ مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت موظف هیئت په بلخ کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو تحصیلي بهیر و ارزوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د لوړو زده کړو وزارت هیئت د دغې ارزونې په بهیر کې د رهنورد، تاج، آریا، راه سعادت، ابن سینا، بلخ، سادات، نخبه ګان، کاوو او د مولانا جلال الدین محمد بلخي د لوړو زده کړو د موسسو بېلا بېلې علمي او اداري برخې وکتلې.
دغه هییت د دغو لوړو زده کړو موسسو په اداري او تدریسي برخو کې شته ستونزې په ګوټه کړې او د حل کولو لپاره یې د دغو موسسو مسوولینو ته لارښونې وکړې.
دغه راز دغه هیئت د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو د چارو رییس انجنیرسید اسماعیل روحاني په مشرۍ د بلخ د لوړو زده کړو موسسو له مسوولینو سره په غونډه کې، د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او د لوړو زده کړو وزارت تر منځ پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې او د حلولو ډاډ یې ور کړ.
دغه راز دغه هییت ټينګار وکړ چې تحصیلي موسسې دې باید د لوړو زده کړو وزارت د قانون او پالیسیو له مخې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رعایتولو سره اجراات او فعالیت وکړي.
ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا