نړۍ

جمهورريیس غني او د امريکا د بهرنيو چارو نوي وزير ټليفوني خبرې وکړې

۲- کابل / د سلواغې ۱۰ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني تېر ماښام د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو نوي وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې وکړې.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو او هدفي ترورونو په اړه خپله ژوره خواشيني وښوده او هغه يې وغندل.
هغه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو د ستاينې ترڅنګ وويل، د معنی لرونکې او پايداره سولې ټينګښت چې زموږ اساسي او هر اړخيز هدف دی، ملاتړ کوو او کوښښ کوو دايمي اوربند ټينګ شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل، زموږ ګډ هدف خپلواک، متحد او ډيموکراتيک افغانستان دی او د پایداره سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره به په سيمه کې خپلو ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړو.
انتوني بلينکن په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو حقونو او نورو ارزښتونو پر ساتنې او پياوړتیا ټينګار وکړ وې ويل، د امريکا متحدو ايالتونو نوی حکومت به د افغانستان حکومت سره د دوه اړخيزه اړيکو او سولې پروسې په اړه نږدې همغږي او تماسونه ولري او ډېر ژر به د امريکا متحدو ايالتونو منتخب جمهور ريیس د ټليفوني تماس له لارې جمهور ريیس غني سره خبرې وکړي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته