ټولنه

په غورکې د ګازو د خپريدو له امله درې تنه څاه کيندونکي ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
په غور ولايت کې د ګازو د خپريدو له امله درې تنه څاه کيندونکي ووژل شول .
په دې پيښه کې چې پرون رامنځته شوه؛ يوبل خاه کيندونکى مسموم شوى دى.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغه څاه کيندونکي د تولک ولسوالۍ د يوه اوسيدونکي په کورکې په څاه کيندنې بوخت و .
د غور ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييدکړه او ويې ويل چې د کافي اکسيجن نشتوالى او د ګازو خپريدل د دغو څاه کيندونکو د مړينې انګيزه ده.
په همدې حال کې په غورکې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د يوبل مسموم شوى څاه کيندونکى روغتيايي حالت مخ په ښه والي بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته