سیاست

جمهور رئيس کرزي د قرغزستان د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

–  کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزي د قرغزستان د بهرنيو چارو له وزير ايرلان عادل بایف سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ  :
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیمه ییزو همکاريو په ځانګړې توګه د اوبو او برېښنا او د قرغزستان- تاجکستان له هېوادونو د افغانستان له لارې پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ په نامه د برېښنا د لېږدولو د پروژو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د هېواد جمهور رئيس او د قرغزستان د بهرنيو چارو وزیر د سيمې هېوادونو د زېرمو د پراختیا په برخه کې د برېښنا او د اورګاډي د پټلۍ په ارزښت ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې په دې برخه کې دواړه هېوادونه خپلې همکارۍ پراخې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته