ښوونه او روزنه

په جوزجان کې له دوه سوه تنو زده کوونکو سره مرسته وشوه .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دترکيې دبيارغاونې ولايتي ټيم  نن د جوزجان ولايت دښوونځيو له زده کوونکو سره دقرطاسيې مرسته وکړه .
د جوزجان  ولايت د پوهنې رييس  عبدالحي يشين باختراژانس ته وويل :  دترکيي دبيارغاونې ولايتي ټيم دښوونکې دنړيوالې ورځې په خاطر دلسو ښوونځيوله دوه سوه زده کوونکو سره دقلمونو او کتابچو ، بکسونو او راډيو ګانو مرسته وکړه .
ده زياته کړه ترکيه يوازېنى هيواد دى  چې دبيا رغاونې  او په تيره بيا دپوهنې په برخه کې په دغه ولايت کې زياتې مرستې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته