خبرونهTOPښوونه او روزنه

د لوړو زدکړو وزارت سرپرست کندهار ته سفر وکړ

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د لوړو زدکړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې پرون د دغه ولايت له والي محمد یوسف وفا سره وکتل.
مولوي ندامحمد ندیم په دغه کتنه کې وویل، چې د هیواد له ټولو پوهنتونونو څخه يې د لیدنې لړۍ پيل کړې، ترڅو د پوهنتونونو حالت له نژدې وګوري او ستونزو ته يې رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د لوړو زده‌کړو وزارت د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې د استادانو د وړتیاوو لوړونې ترڅنګ د هغوی ټولو حقونو او امتيازاتو ته پوره پاملرنه لري او په وينا يې په دې برخه کې ځانګړي پلانونه هم تر لاس لاندې لري.
د کندهار والي محمد یوسف وفا په دغه کتنه کې وويل، چې د کندهار پوهنتون څخه يې څو ځله لیدنه کړې او د یاد پوهنتون د مسوولینو ستونزې په بېلابیلو برخو کې له ځان سره نوټ کړې دي.
د کندهار والي یادې ستونزي د حل په موخه د لوړو زده‌کړو له وزیر سره شریکې کړې او د لوړو زده‌کړو د وزیر له لوري د حل په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ وړاندې شو.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د بدخشان، کندز، پروان او پنجشېر پوهنتونونو څخه د لېدنې په لړ کې د يادو پوهنتونونو د مسوولینو ستونزې اورېدلې وې.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا