امنیت

په جوزجان کې له يوولسو تنو افرادو سره يې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه جګپوړي قوماندان وژل کيدل

کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
دوسله والو طالبانو دډلې   يو جګپوړى قوماندان له يوولسو تنو افرادو سره يې په  جوزجان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شو.
دغه جګړه نن له غرمې وروسته  دپوځيانو دعملياتو په بهيرکې په آقچې ولسوالۍ کې ونښته .
په  جوزجان ولايت کې دملي اردو  يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل   چې په  ملا جليل له يوولسو تنو افرادو سره   نن له غرمې وروسته په دوو بجو دپوځيانو له خوا بريد وشو.
ده وويل :  چې په دې پيښه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
ملاجليل  د جوزجان ولايت په ځينو سيمو کې دلسګونو تروريستي پيښوعامل بلل کيږي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان د جوزجان ولايت په يوه واټ کې دماين ښخولو په وخت کې دخپل ماين قرباني شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته