
کابل، د وږي لومړۍ ، باختر
په هېواد کې شته سړکونه او لویې لارې ملي شتمني ده چې په لوړ لګښت سره ترمیم او رغول شوې دي چې ساتنه او څارنه یې د ټولو هېوادوالو دیني وجیبه او ملي مسئولیت دی. ټولګټو وزارت په هېواد کې د شته سړکونو او لویو لارو د ساتنې او څارنې په پار؛ ټولو درنو هېوادوالو او د لوړ تناژ بار وړونکو لېږدونکو وسایطو چلونکو ته خبر ورکوي چې د مؤلدې کمپنۍ او د دغه وزارت له ټاکلي معیار او ندازې څخه د ډېر بار لېږدولو ته اجازه نه ورکول کېږي او د تخلف په صورت کې یې، باروړونکي واسطه د اوږدې مودې لپاره توقف کېږي او د سړک خسارې د جبران په موخه عدلي او قضایې ارګانونو ته هم پېژندل کېږي.