امنیت

٢٥ تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٦
پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان تيره شپه په هلمندکې د ملي اردو د کوماندو ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: ٢٥ تنه وسله وال طالبان چې د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو؛ د ملي اردو د کوماندو ځواکونو دحانګړو عملياتو په بهير کې ووژل شول او څو تنه نور طالبان ټپيان او پوځي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شول .
ديوبل خبرله مخې: دهلمند ولايت د ناوې او سنګين د ولسواليو په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د جلا جلا عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې: دوه تنه وسله وال طالبان دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول او يو دوه ايتا ملي مترى توپ، يو هاوان او د درندو وسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته