ښوونه او روزنه

دلوګر ممتاز زده کوونکي هندوستان ته استول کيږي .

کابل باختر دلړم لومړى :
دلوګر ولايت دښوونځيو ممتاز زده کوونکي دلنډ مهالې زده کړې  لپاره هندوستان ته استول کيږي .
په همدې موخه دلوګر ولايت دليسو له اووم ټولګي  څخه تر يوولسم ټولکي پورې يوسلو څلور پنځوسو تنو زده کوونکو په يوه  ازموينه کې ګډون وکړ .
  دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  دځوانانو لوى مدير محمد کاظم  ابراهيم زاده دباختراژانس خبريال ته وويل له دغو زده کوونکو څخه څه ناڅه لس تنه يې چې لوړې نمرې ترلاسه کړي دلنکن  دروزنيز مرکز له خوا دلنډ مهالې زده کړې لپاره هندوستان ته استول کيږي .
  ده وويل چې دوى به په  هند کې ددريو اوونيو لپاره درهبرى ، حساب ورکولو ، رضاکاري  دفرهنګ او دژوندانه دچاپيريال په برخو کې زده کړې وکړي .
  ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته