امنیت

دقيصار ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال له ٦ تنو افرادو سره يې ونيول شو.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال تيره شپه له له ٦ تنو افرادو سره يې ديو لړ عملياتو په بهير کې ونيول شو.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل : چې دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي امير له ٦ تنو افرادو سره يې دقيصار ولسوالى په مربوطاتو کې دپوليسو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شول.يوه اړونده خبرځاى وويل چې نيول شوى سړى په قيصار ولسوالۍ کې د وروستيو بد امنيو يو ستر عامل دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته