
کابل، وري ۲۱ مه، باختر
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له لرغونو او تفریحي سیمو څخه د بهرنيو او کورنيو سیلانیانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر محمد ګل تسل باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت له لرغونو سیمو، تاریخي آبداتو او تفریحي ځایونو څخه تېره میاشت کې له شلو زیات بهرنيو او کورنيو سیلانیانو په رسمي توګه له یادو سیمو څخه لیدنې ترسره کړي دي.
تسل د سیلانیانو د زیاتېدو اصلي علت د ډاډمن امنیت شتون او یادو سیمو ته د اړوندو ادارو جدي پاملرنه بولي او زیاتوي، چې اوسمهال په لوګر کې د هېواد او سیمې په کچه د درېو مهمو او مشهورو لرغونو سیمو(د عینکو د مسو کان، د خروار ولسوالۍ کافرکوټ او د برکي برک ولسوالۍ د سجاوند) په شمول ۸ لرغونې سیمې، ۱۴ تاریخي آبدې او ۴ مشهورې تفریحې سیمې له دغه ادارې سره په رسمي ډول ثبت او راجستر دي، چې وخت ناوخت ګڼ شمېرسیلانیان له یادو ځایونو څخه لیدنې کوي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم یو فرانسوي سیلاني پرانکولیس د دغه ولایت مرکز ته اړوند د خواجه ملک سبز علي له تاریخي آبدې، د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخ آب له تفریحي سیمې او بند او دغه راز په یاده سیمه کې د مخکیني جمهور رئیس ډاکټر محمداشرف غني له پلرني کور( کلا) څخه لیدنه هم ترسره کړه.
لمر