فرهنګ

جمهور ريېس: د فخر افغان افکار به تر پيړيو پيړيو پورې زموږ خلکو او انسانيت لپاره دلارې پرانستونکى اولارښود وي.

پوهاند باوري :  د فخر افغان مفکورې په سيمه کې د اغيزمن ملي عنصر په توګه
د هېواد په تعليمي نصاب کې شاملې شوي دي.

جلال آباد  باختر دسلواغې ٨ نيټه :
د فخر افغان  خان عبدالغفار خان د مړينې د ديرشم تلين  په  ننګرهار ولايت کې 
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري په شتون 
د يو لړ مراسمو په ترڅ کې درناوى  وشو.
دغه مراسم پرون د يو شمېرحکومتي مقاماتو ، قومي مشرانو ، شاعرانو  ،ليکوالو  او د پوهنتونونو داستادانو په ګډون د جلال آباد ښار په هغه ځاى       کې پرځاى شول چې د فخر افغان  آرامګاه په کې شتون لري.
جمهور ريېس محمد اشرف غني د يوه پيغام په لېږلو سره ، خان  عبدالغفار خان  د آسياد جنوب  د تاريخ  په اوږدو کې  يو بې سارى شخصيت وباله   او  ويې ويل  چې، هغه خپل ټول عمر له جهل ، استبداد او بې انصافۍ سره مبارزې ته وقف کړ.
جمهور ريېس په خپل دغه پيغام کې ويلي دي  چې د فخر افغان لاره او افکار به  تر پيړيو پيړيو پورې زموږ د خلکو او د انسانيت لپاره  د لارې  پرانستوونکي او لارښود وي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په دغو مراسمو کې  خان  عبدالغفار خان په سيمه کې  د فيلسوف په توګه وباله او ويې ويل  چې، فخر افغان  د ويناو ترڅنګ  د خپلو افکارو  او ارمانونو د تحقق په لاره کې  عملي ګامونه واخيستل او دا کار يې  په خپل بشپړ سياسي اوملي شعور سره  ترسره کړ.
ده وويل ؛ د افغانستان ، هند او پاکستان  په تاريخي پيښو کې  د اغيزمن شخصيت په توګه د فخر افغان مفکورې او افکار منل شوي دي او د ده  د همدغه لوړ ارزښت له مخې  د ده مفکورې د افغانستان د ښوونځيو په تعليمي نصاب کې  ځاى پرځاى کړى شوي دي او همدا اوس د هېواد په ښوونځيو کې لوستل کېږي  .
د ننګرهار والي ګلاب منګل هم په دغو مراسموکې وويل  چې خان  عبدالغفار خان د عدم تشدد لاره غوره کړه او هڅه يې وکړه  چې د انسانيت ، ورورولۍ ، پيوستون او برابرۍ پيغام نړۍ ته ورسوي.
په دغو مراسمو کې  شاعرانو ، ليکوالو ، تاريخ ليکوونکو او څيړونکو د خان عبدالغفار خان د افکارو او مفکورو  او دآسيا د جنوب په تاريخي پيښو د هغو داغيزو په باره کې خپلې مقالې ولوستلې .
خان عبدالغفارخان په پيښور ښارکې وزيږيد  او دعدم تشدد په لاره کې له زياتو مبارزو وروسته په  ١٣٦٧ هجري لمريز کال کې وفات شو او د ده له سپارښتنې سره سم   جنازه  يې په جلال آباد ښارکې خاورو ته وسپارل شوه .
دى د مهاتماګاندي ، نلسن مانديلا او د مارتين لوترکينګ ترڅنګ  دآزادۍ  او د عدم تشدد  د لارې ستر مبارز بولي.
پاى ف  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته