نړۍ

د پاکستان صدر اعظم ترکيې ته سفر وکړ

کابل- باختر د کب دمياشتې ٤
د پاکستان صدر اعظم نواز شريف د پاکستان – ترکيې د ستراتيژيکو همکاريو د عالي کچې د شورا په پنځمه غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېوادته سفر وکړ.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
په دې سفرکې د پاکستان صدر اعظم د ترکيې له جمهور رييس رجب طيب اردوغان سره به وګوري او د ترکيې له پارلمان څخه به هم ليدنه وکړي او د چنګاښ د مياشتې د ناکامې کودتا په هلوځلوکې د ترکيې له خلکو او حکومت سره خپل پيوستون به څرګندکړي.
د پاکستان صدر اعظم د ترکيې له صدر اعظم بن علي يلدرم سره يوځاى د ستراتيژيکي همکاريو د عالي کچې د شورا د غونډې رياست به چې سبا په انقره ښارکې جوړيږي؛ ترسره کړي.
دغه شورا په ٢٠٠٩ کال کې د مشاورې په چوکاټ کې د پاکستان او ترکيې ترمنځ په ډير لوړه سياسي کچه کې جوړ شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته