امنیت

په هرات کې دسيمه ييزې غيږې نيونې دسياليو پاى .

کابل – باختر د وري دمياشتې ٦
دسيمه ييزې غيږې نيونې سيالۍ دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دسيمه ييزو پوليسو د ټيم په اتلوالۍ پاى ته ورسيدې.
دغه سيالۍ چې دوګړنيو پوليسو دعمومي مديريت له خوا دورزش د پرمختيايي سازمان درياست او دافغانستان دځوانانو په همکارۍ دشهيد ميرويس صادق په جمنازيوم کې په پيل شوې دي دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دوګړنيو پوليسو دسيمه ييزې غيږې نيولو ټيم لومړى مقام وګاټه، داتحاد ټيم دويم او د نيرو ټيم دريم مقامونه وګټل.
دهرات دامنيې قوماندانۍ دوګړنيو پوليسو دعمومي مديريت مرستيال او سرپرست سيد عزيز احمد اميني دباختر آژانس خبريال ته وويل.
ددغو سياليو دترسره کولو هدف دپوليسو او خلکو ترمنځ دتفاهم ،اعتماد،همکارۍ او ښو اړيکو ټينګښت وباله.
په همدې حال کې دورزش آمر حميد الله کبير هم له پوليسو سره دخلکو له همکارۍ څخه ستاينه وکړه.
ددغه شان سياليو ترسره کول دپوليسو او خلکو ترمنځ داعتماد د لا ودې سبب کيږي.په پاى کې مډالونه او د اتلوالۍ کپونه د اړوندو چارواکو له خوا وويشل شو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته