امنیت

هغه سړى ونيول شو چې په هرات کې يې د خپلې کورنۍ يوولس تنه غړي ووژل او وروسته يې اور ورته واچاوه

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :

هغه سړى چې په هرات ولايت کې يې د خپلې کورنۍ ١١ تنه غړې ووژل او وروسته يې اور ورته  واچاوه؛ د امنيتي مامورينوله خوا ونيول شو.

د سه شنبې په شپه د هرات ښار د منارونو په  ساحه کې  اور ولګيد او په ښاره په دې اورکې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ١١ تنه غړي ووژل شول.

لومړى خبر ورکړ شو چې دغه پيښه د اورلګيدنې زيږنده ده. خو د عدلي طب له څيړنو وروسته روښانه شوه چې قربانيان لومړى په چړې او تومانچې سره وژل  شوي او وروسته اور ورته اچول شوي دي.

د هرات ولايت د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوى ددغې کورنۍ يو نارينه چې د دغې وژنې عامل دى ، نيولى دى .

ده  وويل: د عدلي طب څيړنې ښيي چې د يوې کورنۍ دغه ١١ تنه غړي له وژل کيدو وروسته له کور سره يوځاى اور ورته اچول شوي دي.

د هــرات پوليس کورنۍ ناخوالې او ستونزې د دغې پيښې عامل  بولي . 

دغــه راز لا تراوسه پورې روښانه نه ده چــې نيول شوى ســړى په دې کورنۍ کې څه کاره و؟
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته