فرهنگ

د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس له مهال راډيوڅخه کتنه وکړه

کابل /دلړم ٣٠مه /باختر
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس قاضي رفيع الله صميم پرون د مهال راډيود کتنې په وخت کې په دغه ولايت کې د رسنيو پرفعاليت ټينګاروکړ.
د باختراژانس د سيمه ئيز خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ د رييس ، د اطلاعاتو د آمر او د ازادو ژورناليستانو د ټولنې مرستيال او د راډيومهال د خپرونو د مسوول په ګډون جوړه شوه د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس ژمنه وکړه چې دغه اداره د رسنيو ملاتړ کوونکي ده اود مهال راډيو له مسوول څخه يې وغوښتل چې د ملي ارزښتونو، اسلامي فرهنګ پربنسټ د شريعت په چوکاټ کې خپرونو ته دوام ورکړي.
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس د رسنيو فعاليت ضروري وباله او زياته يې کړه چې دغه رياست په لوګر کې د رسنيو بشپړملاتړکوونکى دى .
د مهال راډيو د خپرونومسوول خان ولي احمدزي اطلاعاتوته د لاسرسۍ او د خبريالانو ترمنځ د زياتې همکارى اوهمغږي چلنجونه طرحه کړل اوله اسلامي امارت څخه يې وغوښټل چې له رسنيو سره زياتې همکاري وکړي.
د يادونې وړده چې په لوګرکې ٤ راډيوکانې فعاليت کوي.
ج-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا